دولس کاله وړاندې غربي یرغلګرو افغان مظلوم او کړېدلی ولس له یوې ډاډمنې او هوسا فضا څخه بې برخه کړ، کومه چې د دین د لسهاوو زره پتنګانو د وینو په بیه یې تر لاسه کړې وه، او ولس ته یې وژنې، تښتونې، زندانونه، بې امني، چوراوچپاول، غلاوې، درغلۍ، بډې، اخلاقي، اداري، مالي، سیاسي او اجتماعي فسادونه، د ځمکو غصبول، د نیشه یې توکیو زیاتول! فحشا، بربنډتوب، د ایډز مهلکه نارغي، ډمتوب، انساني حقوق تر پښو لاندې کول، د مقدساتو سپکاوی، بد اخلاقي، بد ماشي، په ښځو او ماشومانو جنسي تېري کول، د بدن غړي یې پرېکول، تاوتریخوالی او ځورونې ډالۍ کړې!
اشغالګر له خپلو مهمو لاسته راوړنو څخه یو هم د ماشومانو اوښځو د حقوقو خبره یادوي، دا چې د اشغال تر سیوري لاندې د افغان ولس له ماشومانو او پتمنو مېرمنو سره څه شوي او څه نه دي شوي، یوازې د تېرو څو ورځو لنډې پېښې د مشت نمونه یې خروار په توګه د یادولو دي، د تېرې پنجشنبې په ورځ، د ۱۳۹۲ کال د تلې په ۲۱ ، په جوزجان ولایت کې د یوې غریبې بې وسه او بې کسه وړې کورنۍ زړه بوږنوونکې پېښه رسنیو ته راووته، ددغه مظلومې کورنۍ پیغله لور څو میاشتې وړاندې د اتو اربکیانو له خوا تښتول کېږي او بیا وروسته د اتو واړو له خوا جنسي تېری پرې کېږي! مجرمین نیول کېږي، خو د تش په نامه محکمې له خوا بېرته خوشي کېږي!
په همدې نېټه په بغلان ولایت کې یوه بله دردوونکې پېښه رسنیو ته داسې را وزي چې اربکیان د یوې کورنۍ دوه پيغلې لوڼې تښتوي، لومړی جنسي تېری پرې کوي، بیا یوه په خورا وحشت سره وژني، او بله تر ننه پورې له ځان سره ساتي، مګر د کابل اداره په دې اړه یا د څه کولو توان نه لري! او یا یې نه کوي! ځکه چې اهلیت او خپلواکي نه لري!
له دې دوه ورځې وروسته په هرات ولایت کې یو وحشي پولیس د کورني تاوتریخوالي په پایله کې د خپلې مېرمنې پزه او شونډې په وحشیانه ډول پرې کوي! خو تر ننه پورې یې د نیولو او په سزا رسولو څوک نشته! د ځینو احصایو له مخې یوازې په جوزجان ولایت کې د سږني کال له پیله تر اوسه شلو تنو مېرمنو او پېغلو ځانوژنې کړې دي!
دا یوازې په دې درې ولایتونو کې او هغه هم هغه چې رسنیو ته راووتلې، که نه په هر ولایت کې دې ته ورته بلکې له دې هم زړه بوږنوونکې پېښې د ورځې معمول دی، مګر نه د کابل اداره، نه یې بهرني ملګري او نه هم د ملګرو ملتونو د بشر دحقوقو ټولنې او نه هم مدني ټولنې په دې اړه کوم واقعي غبرګون ښيي! که غور وشي په حقیقت کې یرغلګرو خپله دې ډول پېښو ته زمینه برابره کړې ده، بلکې قصدا او عمدا غواړي افغان ولس نور هم ووژني، ویې ځوروي، تر څو د خپل وژل شویو جنایتکارو جنګیالیو غچ واخلي!
د تېرې شنې په ورځ په رسنیو کې د بشر دحقوقو د خپلواک کمیسیون له خوا دیو راپور خبر خپور شو، په نوموړي راپور کې راغلي چې تر ۳ لکو پورې افغان ماشومان په مخدره توکیو روږدي شوي، ددې تر څنګ په ماشومانو د جنسي تېرې پېښې سږ کال ۲۸ سلنه زیاتې شوې دي!
دوه اونۍ وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د دیسمبر په لومړۍ ورځ چې د ایډز نړیواله ورځ ده، راپور خپور کړ چې په افغانستان کې په ایډز داخته کسانو شمېره ۵۰۰۰ ته لوړه شوې ده! هو! ایډز د اشغال بله هغه ډالۍ ده چې زمونږ د مېړني ولس بچیان یې پرې اخته کړل! له اشغال نه مخکې افغان ولس او د ایډز مهلکې او شرمېدلې ناروغۍ یو بل بالکل نه سره پېژندل، مګر د اشغال له راتګ سره دا دي په زرهاوو کسان پرې اخته شول!
چېرته ده هغه غربي نړۍ چې تل د بشري حقونو نارې سورې وهي! چېرته دي هغه ټولنې چې د بشر دوستۍ او بشري حقونو ټیکداري د ځان ویاړ او افتخار بولي، او په همدې نامه پايي! دا کار که یوازې په هغو سیمو کې تر سره شوی وای چې د مجاهدینو تر کنترول لاندې دي، دا خو لا څه که کوم مجاهد دا کار کړی وای، په داسې حال کې چې مجاهد په هېڅ صورت کې دا ډول جنایت نه ترسر ه کوي! ټولو به لیدل چې نړۍ خصوصا غربي نړۍ، په ځانګړي ډول یرغلګرو به ټوله نړۍ په سر اخیستې وای چې د بشر حقوق تر پښو لاندې شول، له ښځو سره زور او زیاتی وشو! مګر اوس چې دغه جنایتونه د یرغلګرو ددیموکراسۍ تر سیوري لاندې او خپله د یرغلګرو د روزل شولو په لاس تر سره کېږي هېڅ خبره نه ده!
د ټولو به په یاد وي چې په ۲۰۱۰ کال کې کله چې د یوې اروزګانۍ مېرمنې د پزې او غوږونو د پرې کېدو کیسه رسنیو ته راووته، یرغلګرو پرته له کوم ځنډ څخه دغه جنایت په درواغو مجاهدینو ته منسوب کړ، او په دې اړه یې په پراخه پیمانه داسې زهرجن تبلیغات وکړل، چې ټوله نړۍ یې یو ډول په خوځښت راوستله، مګر الله جل جلاله ډېر زر رسوا کړل، او ثابته شوه چې نوموړی جنایت د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځ ته شوی و.
اوس چې تر هغه جنایت زیات بوږوونکی جنایت تر سره شوی، یرغلګر څه چې نوره نړۍ هم پټه خوله ده، داسې لکه ددې پېښې قربانیان چې بشر نه وي! له دې نه ثابتېږي چې یرغلګر د بشري حقوقو له نارو سورو څخه هم د خپلو سیاسي موخو لپاره کار اخلي، که نه په حقیقت کې دوی خپله د بشریت دښمنان دي.
هو دا په حقیقت کې د یرغل ارمغان دی چې هره ورځ زمونږ کړېدلی او مظلوم ولس په یو ډول نه په یو ډول ځوروي، په دې ټول پوهېږي چې له دې ډول جنایتونو څخه د خلاصون یوازینۍ لار داشغال پای ته رسېدل، او د خپلواکۍ تر لاسه کول دي، تر څو چې اشغال وي دا ډول ګڼې ناخوالې او جنایتونه به ور سره مله وي. ځکه خو باید د افغان مجاهد ولس ټولې پرګنې، ډلې او افراد په یوه خوله د یرغلګرو په وړاندې آواز پورته کړي، د هغه کرغېړن تړون د لاسلیکېدو د مخینوي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي کوم چې یرغلګر غواړي له دې وروسته د همدې تړون له مخې د افغان ولس د اجازې او خوښې تر نامه لاندې د دوی په وینو، مالونو، مادي او معنوي شتمنیو، آبرو او عزت د خپلو ګټو لپاره لوبې وکړي!
افغانستان